Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation of Al-Mukhtsar in interpretation of the Noble Quran

external-link copy
10 : 62

فَاِذَا قُضِیَتِ الصَّلٰوةُ فَانْتَشِرُوْا فِی الْاَرْضِ وَابْتَغُوْا مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

نو کله مو چې د جمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې د حلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لارې د الله پېرزوينه ولټوئ، او د روزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او د روزۍ لټول دې له تاسې څخه د الله ياد هېر نه کړي، د بريا په هيله چې خوښوئ يې او د ژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ. info
التفاسير:
Benefits of the verses in this page:
• وجوب السعي إلى الجمعة بعد النداء وحرمة ما سواه من الدنيا إلا لعذر.
د جمعې له اذان څخه وروسته د جمعې لمانځه ته د هڅې کولو واجبوالی او له عذر پرته د بل کوم دنيوي کار نارواوالی. info

• تخصيص سورة للمنافقين فيه تنبيه على خطورتهم وخفاء أمرهم.
د منافقانو لپاره د يو سورت ځانګړي کولو کې د هغوی خطرناکوالي او په پته د کارونو تر سره کولو ته یوه پاملرنه ده. info

• العبرة بصلاح الباطن لا بجمال الظاهر ولا حسن المنطق.
اعتبار د باطن سموالي ته دی نه د ظاهر ښکلا او خبرو ښه والي ته. info